د لاسونو وینځلو یا په پرله پسې توګه پر الکولي موادو د خپلو لاسونو ککړولو دغه راز مخ ته د لاسونو نه نېږدې کولو له لارې خپل ځان او نور پر کرونا ناروغۍ له اخته کېدو وژغورئ. د کرونا ناروغي لومړی د خولې او یا پزې د وړو قطراتو له لارې هغه مهال لېږدېږي، کله چې پر یاده ناروغۍ اخته کس وټوخیږي یا هم پرنجی وکړي. له دې کبله دا مهمه ده څو تاسو د ټوخي یا پرنجي پرمهال خپله خوله یا هم پوزه پټه ونیسئ یا داسې ځای ته وپرنجېږئ یا وټوخېږئ، چې نورو ته مو د خولې یا پزې څاڅکي انتقال نه شي.
تر دې مهاله د کرونا ناروغۍ لپاره کوم ځانګړي واکسین یا درمل نه دي موندل شوي. که څه هم پر ډېرو کلینیکي درملو ازموینې روانې دي، څو د هغوی درمليزه وړتیا وارزول شي. کله چې کلینکیي موندنې ترلاسه شي، د روغتیا نړیوال سازمان تازه او وروستي معلومات له نړۍ سره شریکوي.
د ډېرو معلوماتو لپاره د مهربانۍ له مخې لاندې وېبپاڼه وګورئ:
WHO Website
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې:

کرونا یوه ساري ناروغي ده، چې د نوي کرونا وایروس له کبله رامنځ ته شوې ده.
زیاتره هغه وګړي، چې پر کوېډ – ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، خفیفه یا هم متوسطه ناروغي تېروي او پرته له دې چې درملنې ته اړتیا ولري، روغیږي. د ډېر عمر لرونکي وګړي او هغوی چې نورې ناروغۍ لکه د زړه تکلیف، شکر، د سږو ناروغي او کنسر لري، د یادې ناروغۍ تر ټولو شدید حالت تجربه کوي.
پر کرونا له اخته کېدو او لېږد څخه د مخنیوي تر ټولو غوره لار د یادې ناروغۍ د لېږد څرنګوالي او لاملونو په تړاو د معلوماتو لرل دي.

کوېډ -۱۹ (یا کرونا نولس) څه ډول ناروغي ده؟

خپل ځان او نور د کوېډ – ۱۹ یا کرونا له ناروغۍ ژغورل

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې تاسو کولای شئ د ځینو ساده احتیاطي تدابیرو په پام کې نیولو سره خپل ځان پر کرونا له اخته کېدو وژغورئ یا هم د هغوی له خورېدو مخنیوي وکړئ.

له بیرو بار ډکو ځایونو ته له تګ ډډه وکړئ. ولې؟ کله چې خلک په بیروبار کې سره راټولیږي، د دې خطر لوړ دی، چې تاسو له هغه چا سره ډېر نېږدې شئ څوک چې د کرونا ناروغي لري او دا ډېره ستونزمنه ده، چې یو متر ( درې فوټه) فزیکي واټن ورسره وساتل شي.

له نورو سره لږ تر لږه یو متر (درې فوټه) واټن رعایت کړئ. ولې؟ ځکه کله چې یو څوک ټوخیږي، پرنجی کوي یا خبرې کوي له خپلې خولې یا هم پزې داسې کوچني مایع څاڅکي شیندي، چې ښایي وایروس په کې موجود وي. که چېرې تاسو نوموړي شخص ته ډېر نېږدې یاست، نو د کرونا وایروس په ګډون، که چېرې یاد شخص دغه ناروغي ولري، تاسو ته نور وایرونه لېږدول کېږي.

په پرله پسې توګه خپل لاسونه په الکولي لاس مال پاک کړئ یا یې په صابون او اوبو ووینځئ. ولې؟ ځکه په صابون او اوبو سره د خپلو لاسونو وینځل یا په الکولي لاس مال د لاسونو پاکول هغه وایروسونه وژني، چې ستاسو په لاسونو وي.

ځان ډاډه کړئ، چې تاسو او شاوخوا خلک مو غوره تنفسي حفظ الصحه مراعتوي. په دې مانا چې کله ټوخېږئ یا پرنجی کوئ د خپلې څنګلې پر سر یا هم ټيشو خپله خوله یا پوزه پټوئ او بیا هغه ټیشو ژر غورځوئ او خپل لاسونه مو وینځئ. ولې؟ د خولې یا پوزې څاڅکي له ځان سره وایروس لېږدي. له دې کبله د غوره تنفسي حفظ الصحې په مراعتولو سره خپل ځان او شاوخوا خلک مو د زکام، تبې، او کرونا په څېر وایروسونو څخه خوندي کولای شئ.

د خپلو سترګو، پوزې او خولې له لمس کولو ډډه وکړئ. ولې؟ لاسونه له ګڼو ځایونو سره تماس حاصلوي او کولای شي له ځان سره وایروس ولېږدوي. پر وایروس له ککړېدو وروسته لاسونه کولای شي یاد وایروس ستاسو سترګو، پوزې یا هم خولې ته ولېږدوي. له یادو غړو بیا وایروس کولای شي ستاسو بدن ته د ننه شي او ککړ مو کړي.

له بیرو بار ډکو ځایونو ته له تګ ډډه وکړئ. ولې؟ کله چې خلک په بیروبار کې سره راټولیږي، د دې خطر لوړ دی، چې تاسو له هغه چا سره ډېر نېږدې شئ څوک چې د کرونا ناروغي لري او دا ډېره ستونزمنه ده، چې یو متر ( درې فوټه) فزیکي واټن ورسره وساتل شي.

که چېرې تبه، ټوخی او په سختی د ساه اخېستلو تکلیف ولرئ، روغتیایي اسانتیاوو ته د لاسرسي هڅه وکړئ، مګر مخکې له مخکې له خپلو ځایي روغتیایي چارواکو سره د ټلیفون له لارې په اړیکه کې شئ او لارښوونې یې مراعات کړئ. ولې؟ ځکه ملي او ځایي چارواکي ستاسو په سیمه کې د وضعیت په تړاو تر ټولو تازه او نوي معلومات لري. وړاندې له وړاندې د ټلیفون له لارې اړیکه ټینګول به له تاسو سره مرسته وکړي څو روغتیاپال مو په چټکۍ سره د سمو روغتیایي اسانتیاوو خوا ته رهنمایي کړي. دا به هم له تاسو سره مرسته وکړي او هم به د وایروس له خپرېدو او پر هغه د نورو له ککړېدو مخنیوی وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا خپلو ځایي او ملي باور وړ سرچینو څخه د وروستیو او تازه معلوماتو په ترلاسه کولو سره خپل ځان خبر وساتئ. ولې؟ ځکه ځایي او ملي روغتیایي چارواکي تر ټولو غوره ځایونه دي، څو تاسو خبر کړي، چې ستاسو په سیمه کې کوم خلک باید خپل ځانونه خوندي وساتي.

حتی د کوچنیو علایمو لکه ټوخي، سردرد او خفیفې تبې لرلو پرمهال تر هغو چې روغېږئ، په کور پاتې شئ او ځان یوازې کرنتین کړئ. یو څوک دې تاسو ته خواړه او نور د اړتیا وړ توکي راوړي. که چېرې اړتیا لرئ، چې له کور ووځئ نو ماسک واغوندئ څو د نورو له ککړېدو مخنیوی وکړئ. ولې؟ له نورو سره له تماس ډډه کول دوی د کرونا او نورو هغو وایروسونو څخه ژغورلای شي، چې ښایي تاسو یې ولرئ.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ روزنیز پروګرام

د کووید ۱۹ د روغتیا او طبي مراکزو د نظارت لپاره روزنیز پروګرام.

د الکولي سنیټایزرو خوندي کارونې په برخه کې مشوره

د دې لپاره چې خپل ځان او نور له کرونا خوندي وساتئ، خپل ځانونه په پرله پسې توګه پاک کړئ. د لاسونو پاکولو لپاره له الکولي سنیټایزرو کار واخلئ یا یې په اوبو او صابون سره ووینځئ. که چېرې تاسو له الکولي سنیټایزر ګټه اخلئ، ځان ډاډ کړئ، چې تاسو یې په ډېر احتیاط کاروئ او خوندي کوئ.

الکولي سنیټایزر د ماشومانو له لاسرسي څخه خوندي وساتئ. دوی ته د سنیټایزر د کارونې څرنګوالی وروښایئ او پر کارونه یې څارنه وکړئ.

د یوې سکې په اندازه سنیټایزر پر خپلو لاسونو ووهئ. اړتیا نشته، چې زیاته اندازه الکولي سنیټایزر پر لاسونو ووهئ.

د الکولي سیڼټایزر له کارولو وروسته له ځنډ پرته خپل لاسونه خولې، پوزې یا هم سترګو ته مه وړئ، ځکه دا کار د خارښ او سوزش لامل کېدلای شي.

په هېڅ حالت کې ماشومانو ته اجازه ورنکړئ، چې الکولي سنیټایزز وڅښي، ځکه دا د دوی د مسمومیت کېدو لامل کېږي.

په یاد ولرئ، چې په اوبو او صابون سره د خپلو لاسونو وینځل هم د کرونا په وړاندې اغېزناک ثابتېدلای شي.
دغه مواد په پرله پسې توګه د نوي سایسني موندنو او څېړنو له مخې اپډېټ کېږي، لکه څرنګه چې دغه وبا تکامل مومي. دا معلومات په وروستي ځل د ۲۰۲۰ مېلادي کال د اپرېل په ۲۹ نېټه اپډېټ شوي دي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان وېبپاڼه وګورئ: دا ځای کېکاږئ

د کویید ۱۹ په اړه نور ولولئ

د دې په اړه نور څه ولولئ چې څه باید وشي او دکووید ۱۹ ناروغۍ څخه مخنیوي څرنګوالی.