سریزه

پر کوېډ – ۱۹ وبا باندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک اخته کېږي. ځینو هېوادونو غوره چمتووالی ورته نیولی او دا امکانات لري څو له یادې وبا سره د اغېزناکې مبارزې په موخه له خپلو سرچینو خوار ښه ګټه پورته کړي. خو افغانستان له دې اړخه بشپړ چمتووالی نه لري.
زموږ په باور له کوېډ – ۱۹ سره د اغېزناکې مبارزې لپاره دوه شرطونه اړین دي، لومړی یو غوره روغتیایي سیستم او دویم باخبره وګړي.
په افغانستان کې درملو ته لاسرسی او د وسایلو شتون ډېر محدودی دی. پردې سربېره د طبي وسایلو وضعیت، طبي امکانات او د یادې ناروغۍ د خپرېدو په تړاو معلوماتو راټولول هم ډېر ستونزمن دي.
د دې نوښت له مخې موږ غواړو وګړو ته د لومړنیو معلوماتو پر ورکړې سربېره، له حکومت او بشري اقداماتو په دوو برخو کې ملاتړ وکړو:
لومړی غواړو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په لویو روغتونونو کې د طبي وسایلو شتون، مهمو درملو ته د لاسرسي او کیټونو د خوندیتوب له لارې د روغتیایي سیستم ملاتړ وکړو. دا معلومات په پرله پسې ډول اپډېټ کېږي.
دویم، غواړو د خطر هغه زونونه په نښه کړو، چېرته چې د روغتونونو چمتووالی کمزوری دی او د کرونا ناروغۍ پېښې رامنځ ته کېږي.
دا نوښت د افغانستان روڼتیا څار بنسټ او واکس میپ(Voxmapp) ترمنځ د ملګرتوب په ترڅ کې پرمخ وړل کېږي.

د کووید ۱۹ ویدیوګانی

اوس موږ څه کوو

دا د افغانستان لپاره بله جګړه ده ، د دې د ګټلو لپاره ، خلک باید یو بل څخه خبر ، متحد او لرې وي.

د کووید ۱۹ معلومات

په هیواد کې د کووید ۱۹ قضیو او شرایطو په اړه ومومئ.

د کووید 19 مقالې

د کووید ۱۹ د ورستیو مقالو په اړه نور ولولی

د بلخ ولایت روڼتیا څار شبکې له ځایي روغتیایي چارواکو سره ناسته وکړه څو له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ګډو هڅو په تړاو همغږي رامنځ ته کړي

د روڼتیا څار بنسټ د بلخ ولایتي شبکې د عامې روغتیا له ولایتي رئیس سره ناسته وکړه څو له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې […]

د روڼتیا څار بنسټ له کرونا سره د مبارزې په موخه د ټولنیز څار پروګرام غځوي

د ۲۰۲۰ مېلادي کال د مارچ په وروستیو کې د روڼتیا څار بنسټ پرېکړه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د ټولنیز څار شته پروګرام […]

ایا د افغانستان کلي او بانډې له کوېډ – ۱۹ سره د مبارزې په موخه چمتووالی لري؟ له ساحوي څېړنو ترلاسه شوي تجربې

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ۱۸۴ روغتیایي مرکزونو په تړاو سروې ترسره کړه. د سروې […]

کووید ۱۹ په افغانستان کی

دا د افغانستان لپاره یو بله جګړه ده. د دی جګړه د ګټلو لپاره خلکو ته باید عامه پوهاوی ورکړل شی. خلک باید یو موټی شی او د یو بل څخه فاصله مراعات کړی.
نور ولولی