“وقایه تر معالجې غوره ده ”: کابل مېشتي دې ته چمتو دي چې پر روغتیایي مرکزونو څارنه وکړي څو له ناوړه ګټې اخېستنې مخنیوی وکړي

وحیدالله عزیزي او علي احمد مشعل افرزو، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ تېر کال یو راپور خپور کړ، چې په ټول هېواد کې یې د روغتیایي مرکزونو ناوړه وضعیت ته اشاره کوله. د روان کال په اپرېل میاشت کې د روڼتیا څار بنسټ د ځایي مېشتو وګړو له مخې د څارنې پروګرام پیل کړ څو په کابل کې دا ستونزې هوارې کړي. د یاد پروګرام تر چتر لاندې هغو رضاکارانو، چې د ځایي خلکو له لوري راپېژندل شوي دي، په کابل ولایت کې د شپږو روغتیایي مرکزونو پر روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څارنه کوي.
د روڼتیا څار بنسټ د ” ژوند ستونزې: د هېواد تر ټولو ارزښتناکې سرچینې ته پاملرنه” تر سرلیک لاندې راپور له مخې، د ۱۸۴ سروې شویو روغتیایي مرکزونو د روغتیایي اسانتیاوو له ډلې د دوه پر درېیمه برخه روغتیایي مرکزونو ودانۍ په ډېر کمزوري حالت کې وې. د دې ترڅنګ، د سروې شویو امکاناتو له ډلې له ۵۳٪ څخه زیاتو یې بېړنۍ رغونې ته اړتیا لرله. د چتونو سوري کېدلو، تخریب شویو تهدابونو، او چپه شویو او درز شویو دیوالونو په ګډون ودانۍ هم تر ډېره بریده تخریب شوې دي. دا یې یوازې د څو برخو یادونه ده. د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، ننګرهار، غزني، کندهار، هرات او پلازمېنې کابل په ګډون دغه ۱۸۴ روغتیایي مرکزونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې موقعیت لري.
د میلیونونو ډالرو لګښت سره سره، په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو وضعیت په ډېر کمزوري حالت کې دی. په روغتیایي سیستم کې ناسم مدیریت، فساد او د روڼتیا کمښت د دې لامل ګرځېدلي څو په هېواد کې د ډېرو ابتدایي ناروغیو درملنه هم ونه شي. لس میلیونه یا د هېواد ټولو وګړو درېیمه برخه ابتدایي روغتیایي خدمتونو ته ډېر کم لاسرسی لري یا هېڅ لاسرسی نه لري. په پایله کې زیاتره هېوادوال د درملنې په موخه له هېواد د باندې ځي، چې په ترڅ کې یې یوه لویه اندازه پانګه له هېواد وځي، پردې سربېره د پاکستاني پولیسو له لوري زموږ د هېوادوالو ځورونه یا په هندوستان کې د ژباړونکو له لوري د غوره درملنې په بهانه د ناروغانو لوټل خو پر ځای خبره ده. هغوی چې ډېر کم بخت لري، همداسې په خپل حال پرېښودل شوي دي.
پاسني شالید ته په کتو سره د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د ځایي خلکو له لوري د روغتیایي خدمتونو څارنې پروګرام د ازمایښتي لړۍ په ترڅ کې پیل کړی دی. د دغه پروګرام له مخې به اته رضاکاران په کابل ښار او شاوخوا کې د شپږو روغتیایي خدمتونو له چارو څارنه وکړي. د دغو روغتیایي خدمتونو د مرکزونو ټاکنه د هغو سپارښتنو له مخې شوې، خلکو کړې او لېست یې د عامې روغتیا وزارت له لوري خپور شوی دی. د کاري ساعتونو پرمهال د روغتیاپالانو موجودیت، ناروغانو ته د درملو لاسرسي او غوره وېش، او د روغتیایي مرکزونو د حفظ الصحې په څېر معیارونو له مخې به روغتیایي خدمتونه د اساسي شاخصونو په ترڅ کې د ځایي څارونکو له لوري وڅارل شي. هغه لېوالتیا او تعهد چې د روغتیایي خدمتونو د ودې په برخه کې د خلکو له لوري په ډاګه شوی، ډېر هیله بښونکی دی. ښاغلی نقیب الله سامع چې د مکروریانو په روغتیایي مرکز کې څارونکی دی، وایي چې: “څارنه به له ناروغیو زموږ د ټولنې په خوندیتوب کې مرسته وکړي.”
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ له لوري د ځایي خلکو له خوا د روغتیایي خدمتونو څارنې پروګرام خپل بریالیتوب د افغانستان په نهو ولایتونو کې تر لومړي ازمایښتي پړاو بشپړېدو وروسته په ډاګه کړ. د یاد پروګرام تر چتر لاندې رضاکاران د افغانستان روڼتیا څار بنسټ له لوري روزل شوي دي څو د زړه کړو، عدالت دغه راز بېخ بنسټيزو پروژو لکه سرکونو، عامه کتابتونونو، ښوونځیو او کلینیکونو په څېر له عامه خدمتونو څارنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.