ایا د افغانستان کلي او بانډې له کوېډ – ۱۹ سره د مبارزې په موخه چمتووالی لري؟ له ساحوي څېړنو ترلاسه شوي تجربې

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ۱۸۴ روغتیایي مرکزونو په تړاو سروې ترسره کړه. د سروې په ترڅ کې دا وموندل شوه، چې افغانستان په لېرې پرتو سیمو، کلیو او بانډو کې د روغتیایي امکاناتو د موجودیت له مخې پرمختګ کړی مګر یاد امکانات د بېړنیو حالاتو پرمهال د لومړنیو مرستو لپاره وو.
د یادې سروې موندنې په ډاګه کوي، چې د روغتیایي مرکزونو له ډلې ۹۹ سلنه یې فعال و، چې پرسونل یې درلود او ناروغانو هم ورته مراجعه کوله. مګر د ۲۰۱۷ مېلادي کال یادې ارزونې دا هم وښوده، چې روغتیایي امکانات د ودانیو او د مراقبت دواړو ستونزو سره مخ دي، عملیاتي اړتیاوې لکه برېښنا ته لاسرسی، درمل او طبي وسایل دغه راز د موټرو او امبولانسونو شتون، د حفظ الصحې او مراقبت موضوعات، د امکاناتو برخې ته د کارکوونکو او ناروغانو لاسرسی، د پرسونل دفاع، په تېره بیا د ښځینه طبي پرسونل څخه ساتنه او دفاع، او بلاخره د څارنې موضوعاتو مدیریت یې په بشپړ ډول نه دي هوار شوي.
له کرونا سره د مبارزې په برخه کې پر حفظ الصحې او احتیاطي تدابیرو د نړیوال سازمان د ټینګار له مخې د لېرې پرتو سیمو روغتیایي مرکزونه په خپله د کرونا د خپرېدو سرچینه کېدلای شي. د سروې له مخې په نېږدې ۴۵ سلنه روغتیایي مرکزونو کې د حفظ الصحې کمزوری وضعیت ډېر زیات د پام وړ و، چې شاوخوا څلورمه برخه روغتیایي مرکزونو یې حتی تشنابونه هم نه لرل. پردې سربېره، دا چې د امبولانسونو شتون هم په لېرې پرتو سیمو کې په روغتیایي مرکزونو کې یوه عمده ستونزه ده ( نېږدې ۶۴ سلنه روغتیایي مرکزونه هېڅ موټر یا امبولانسونه نه لري) په بېړنیو حالاتو کې له عادي موټرو څخه د امبولانس په توګه ګټل اخېستل یو بدیل کېدلای شي.
د نړیوال بانک د افغانستان دفتر د راپور له مخې نړیوال بانک له کوېډ – ۱۹ سره د مبارزې په موخه د افغانستان بېړني ځواب د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. په داسې حال کې چې د دغه پروګرام تر ټولو عمده تمرکز د روغتیایي برخې پر ملاتړ دی، مګر دا روښانه نه ده، چې دغه بودجه به په لېرې پرتو سیمو کې څه ډول ولګول شي. افغان حکومت په لېرې پرتو سیمو کې د کرونا له ناروغۍ سره د مبارزې په موخه کوم ځانګړي پروګرام ته اشاره نه ده کړې، مګر پر راټولېدو او ګرځېدو باندې د بندیزونو او روغتیایي امکاناتو برابرولو په برخه کې راپورونه شته څو په لېرې پرتو سیمو کې د کرونا له ناروغۍ سره مبارزه وشي. په افغانستان کې د ۹۹ سلنه روغتیایي مرکزونو فعال حالت په ډاګه کوي، چې افغانستان تر یوې اندازې پورې لومړني امکانات لري څو له کرونا سره مبارزه وکړي مګر په دې شرط چې د دغو امکاناتو په برخه کې د حکومت، نړیوالې ټولنې او نورو مهمو تمویلوونکو له لوري انسجام رامنځ ته او ملاتړ یې وشي.
د سروې په اړه:
په دې سروې کې د روغتیایي امکاناتو فزیکي پلټنه او د روغتیایي مرکزونو له پرسونل دغه راز د ټولنې له غړو سره مرکې شاملې دي. دا سروې د روغتیایي مرکزونو له لوري د اړینو خدمتونو وړاندې کولو او د شته دغه راز پوتانشیلي موضوعاتو پېژندلو په برخه کې د دوی ظرفیت په ګډون، چې کولای شي د خدماتو په وړاندې کولو برعکس اغېز وکړي د یادو مرکزونو پر عملیاتي وضعیت او موثریت تمرکز شوی دی. په دې سروې کې د پلازمېنې کابل په ګډون بدخشان، غزني، کندهار، تخار، هرات، ننګرهار او بغلان ولایتونه شامل دي.