په روغتیایي خدمتونو کې د بدلون لپاره د ځایي خلکو له لوري د څار تګلاره

وحید الله عزیزي او سیده عظمیي، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ
لسیزو جګړو د افغانستان زیاتره نازک بېخ بنسټونه له منځه وړي، چې د هغوی له ډلې روغتیایي خدمتونو ته اشاره کولای شو. روغتیایي بېخ بنسټونه د ښاروندانو او په ټوله کې د ټولنې لپاره ډېر ارزښتناک ګڼل کېږي.
که څه هم په تېره یوه نیمه لسییزه کې د هېواد په روغتیایي سیستم کې یو شمېر بدلونونه رامنځ ته شوي، مګر د نفوسو مخ په وړاندې ډېروالی او کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو ته د تقاضا لوړېدل ډېر بنسټيز کار ته اړتیا لري. د هېواد وګړي هغه څوک دي چې د دغو خدمتونو پر وړاندې کولو په څارنه کې باید مشارکت ورکړل شي او د روغتیایي خدمتونو سکتور د هغو خلکو اړتیاوو ته ځواب وایي، چې وروستي ګټه اخېستونکي یې دوی دي.
یوه مشهوره وینا ده، چې:” روغ صحت باچاهي ده”. په دغه وروسته پاتې هېواد کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت کمزورتیا له کبله زیاتره نېکمرغه خلک د درملنې په موخه له هېواد د باندې ځي. مګر هغه لوی شمېر بېوزله وګړي، چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي یا خو دومره مالي امکانات نه لري څو غوره روغتیایي خدمتونو ځان ته برابر کړي یا هم په هېواد کې محدود شمېر روغتیایي خدمتونو ته هېڅ لاسرسی نه لري.
د هېواد وګړو له ډلې شاوخوا درې سلنه وګړي له معلولیت کړېږي او روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري. ښځې او ماشومان په تېره بیا پر داسې ناروغیو اخته دي، چې په ډېرې اسانۍ د درملنې وړ دي. په هېواد کې تر ۵ کلونو د کښته عمر لرونکو ۱۰ ماشومانو له ډلې ۴ یې (۴۱٪) یې پر خوارځواکی اخته دي، او دا د دوی د فلج لامل هم ګرځي. په داسې حال کې چې د زېږون له کبله مړینه د تېرو کلونو په ترڅ کې راکمه شوي، خو د نړیوال اوسط په پرتلې لا تراوسه هم په لوړه کچه کې ده.
په حکومت کې ناسم مدیریت او ښکاره فساد د هرې برخې شاتګ لامل ګرځي او په افغانستان کې یې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو مخه ډب کړې ده. د هغه څېړنې له مخې چې د لانسیټ نړیوال روغتیایي مرکز له لوري خپره شوې او له ۲۰۰۵ مېلادي څخه تر ۲۰۱۳ مېلادي کال پورې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې پر کورنیو شوې ده، دا په ډاګه کوي، چې د معلولیت په ګډون د هېواد ډېری وګړي چې له ناروغیو کړیږي، په کمه کچه روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله دي. دا او دې ته ورته نورې موندنې د تېرې یوې نیمې لسیزې په ترڅ کې پر روغتیایي سکتور د نړیوالې پانګونې د اغېز په تړاو ګڼ شمېر پوښتنې راپورته کوي.
یوه بله سروې چې پر ۱۸۳ روغتیایي مرکزونو ترسره شوې ده، په ډاګه کوي چې له واکونو ناوړه ګټه اخېستنه او اختلاس د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې د معیارونو راټېټېدو لامل ګرځېدلي دي. د سروې شویو روغتیایي مرکزونو له ډلې ۴۵ سلنه یې په کمزوري حفظ الصحي وضعیت کې وو. په ټوله کې دوه پر درې برخه روغتیایي مرکزونه په ډېر بد وضعیت کې دي، چې له دې ډلې یې له ۵۳ سلنه څخه زیات بېړنۍ پاملرنې او رغونې ته اړتیا لري.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د حکومت له لوري خلکو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو هڅې د ستاینې وړ دي. که څه هم کیفیت یې ډېر ټیټ دی، خو بیا هم روغتیایي اسانتیاوې د خلکو په ژوند کې محوري رول لري او د زیاترو خلکو لپاره دا یوازېني خدمتونه دي، چې لاسرسی ورته لرلای شي.
پر روغتایي خدمتونو د څارنې په برخه کې د خلکو ګډون ډېر اغېزناک ثابتېدلای شي. په دې وروستیو کې د افغانستان روڼتیا څار بنسټ، چې یو مدني بنسټ دی او له فساد دغه راز ناوړه ګټې اخېستنې له نورو ډولونو سره مبارزه کوي، یو ازمایښتي پروګرام په لاره واچوه څو له دې لارې د عامې روغتیا په سیستم کې زیات موثریت رامنځ ته شي، او دغه پروګرام هیله بښونکې پایله هم ورکړې ده.
د یاد پروګرام له پیل یوازې درې میاشتې وروسته، ځایي خلک په دې وتوانېدل څو د خپلو په نښه شویو ستونزو له ډلې ۳۴ سلنه یې هوارې کړي. په یو ډېر نادر او زړور اقدام کې ځایي خلکو د یو ډاکټر له لوري چې کابل ښار ته څېرمه د یو روغتیایي مرکز رئیس و، د درملو له پټولو مخنیوی وکړ. په ترڅ کې یې د ډاکټر هغه مسلکي هڅه خنثی شوه، چې د ۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت درمل یې پټول او دا هغه اقدام دی، چې ډېر کم ترسره کېږي.
د دې لپاره چې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو وضعیت ښه والی ومومي، د ځایي خلکو او هغو روغتیایي چارواکو ترمنځ همکاري یو مهم عامل دی، چې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. د دغه همکارۍ ترشاه یو مهم کار چې باید ترسره شي د داسې یو چوکاټ رامنځ ته کول دي، چې په ترڅ کې یې په روغتیایي سیستم کې خلکو ته یوازې د مشتري په توګه نه بلکې پر کیفیت او نورو برخو د یو څارونکي په توګه د مشارکت لپاره زمینه مساعده شي.
(۳:۴۸، ۵/۹/۲۰۲۰، عرفان عرزاز: ځایي خلکو په پلازمېنه کابل کې د یو ډاکټر له لوري له غلاء مخنیوی وکړ.
وحیدالله عزیزي او علي احمد مشعل افروز، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ
د کابل په کهمري ولسوالۍ کې ځایي خلکو یو ډاکټر په داسې مهال کې ودروه چې کابل ښار ته څېرمه یې له یو کلینیک له ۷۰۰۰ د زیاتو امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو پټولو هڅه کوله. حکومت ټولو روغتیایي مرکزونو ته وړیا درمل وېشي او دغه درمل د ځایي خلکو د درملنې لپاره کارول کېږي. یو ډاکټر چې د پورته یاد شوي روغتیایي مرکز مسوول هم و هڅه کوله څو له خپل موټر په ګټې اخېستنې یوه لویه اندازه درمل غلاء کړي.
پنځه کاله وړاندې د یاد روغتیایي مرکز له جوړېدو را په دېخوا د کهمري لومړنیو روغتیایي خدمتونو مرکز په کلنییک کې د زیات فساد دغه راز د ډاکټرانو له لوري مسوولیت ته د غاړې اېښودو کمښت له امله ځایي وګړو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی. که څه هم خلکو په کلنیک کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو غږونه پورته کړي، خو هېچا یې غږ نه دی اورېدلای. د بېلګې په توګه یاد کلینیک د ښځینه ناروغیو درملنې او زېږون برخه لري، مګر تراوسه هېڅ ګټه ترې نه ده اخېستل شوې.
د قانون پلې کوونکو ادارو نوموړی ډاکتر ونیو او ځایي خلک له حکومت څخه له نوموړي سره د قانوني چلند غوښتنه کوي. پردې سربېره، د تعجب خبره دا ده، چې د کابل ولایتي رئیس یاد معالج ډاکټر بل کلنیک ته بدل کړی دی، په داسې حال کې چې خلک یې د توقیف او قانوني چلند غوښتنه کوي. ځایي خلکو او د افغانستان روڼتیا څار بنسټ له کابل ولایتي رئیس سره ولیدل، نوموړي وویل چې قضیه د عامې روغتیا وزارت ته راجع شوې ده او دوی د یاد ډاکټر په وړاندې د قانوني اقداماتو په تمه دي.
د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له لوري په تېره یوه نیمه لسیزه کې د میلیونونو پیسو له لګولو سره سره، په هېواد کې د روغتیایي مرکزونو وضعیت په یو وژنتون (قتل ځای) بدل شوی. افغانان د ډېرو لومړنیو ناروغیو د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته ځي، په داسې حال کې چې په کور د ننه یې درملنه کېدلای شي. د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په هېواد کې له ۱۸۴ روغتیایي مرکزونو څارنه کړې ده، چې د خپلې څارنې په ترڅ کې یې ناسم مدیریت او فساد هغه عوامل په ګوته کړي، چې د عامې روغتیا په مرکزونو کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ټيټ والي لامل ګرځېدلي.
د ځایي وګړو له لوري د روغتیایي خدمتونو څارنې پروګرام له بریالي کېدو وروسته د خلکو له غوښتنو سره سم د افغانستان روڼتیا څار بنسټ په کابل ولایت کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو د څارنې پروګرام په دې موخه پیل کړ، څو ولایتونو ته هم وغځول شي. د یاد پروګرام له مخې، چې تېره میاشت په لاره واچول شو، اته رضاکاران د افغانستان روڼتیا څار بنسټ له لوري وروزل شول او په پلازمېنه کابل کې به د شپږو روغتیایي مرکزونو د خدمتونو پر وړاندې کولو څارنه کوي.