د کرونا ناروغۍ پرمهال له فساد سره مبارزه د خلکو ژوند ژغورلای شي

ناصر عایین او نورالله الهام
د کرونا ناروغۍ خپرېدو ته د ځواب ویلو په موخه د روغتیایي خدمتونو او وسایلو په تړاو د معلوماتو راټولولو په برخه کې د دغه کال د اپرېل میاشتې په منځنیو کې یو روزنیر ورکشاپ د هېواد په پنځو ولایتونو کې دایر شو. دغه ورکشاپ د روڼتیا څار بنسټ له لوري د هغه نوښت یوه برخه وه، چې موخه یې مدني ټولنې بنسټونو، خلکو او ټولنو دغه راز د حکومت او نړیوالې ټولنې پالیسۍ جوړونکو ته د اړینو معلوماتو د ورکړې له لارې له کرونا وایروس سره مبارزه وه.
د سروې په لومړي پړاو کې به کابل، بلخ، ننګرهار، هرات او کاپیسا ولایتونو تر پوښښ لاندې راوستل شي او په نورو پړاوونو کې به په راتلونکو څو اونیو کې پاتې ولایتونو ته هم وغځیږي. د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کیفیت، ظرفیت او اوسني وضعیت، د شته منابعو کچې، د مراجعینو شمېر په ځانګړې ډول د هغو ناروغانو شممېر چې د کرونا ناروغۍ لرل یې تایید یا هم د لرلو شک پرې شته، د پرسونل شمېر، د ټولنیز واټن رعایتولو او نورو په برخه کې له کرونا سره د مبارزې په تړاو د نوي جوړ شوي اپلیکشن له لارې، چې په www.covid19.af کې پورته شوی، معلومات راټول شوي دي. دغه اپلیکشن د یوې فرانسوي کمپنۍ (واکس ماپ) له لوري جوړ شوی دی او پورته وېبسایټ د روڼتیا څار بنسټ او واکس ماپ په ګډې همکارۍ پرمخ وړل کېږي.
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د څېړنو رئیس ښاغلی عزت الله ادیب وایي، چې: د کرونا ناروغۍ پرمهال له فساد سره مبارزه د خلکو ژوند ژغورلای شي. نوموړی زیاتوي چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې به ټول شاوخوا ۱۰۰۰ روغتیایي مرکزونه په پورته یادو شویو پنځو ولایتونو کې سروې شي. روزل شوي کسان رضاکاران دي او موخه یې له ښوونځیو، محکمو او ودانیزو پروژو څخه څارنه ده، چې اوسمهال به په ښارونو کې د کرنتین له کبله په ټپه درېدلي دي.
اغلې علیزا، چې په پلازمېنه کابل کې به سروې ترسره کړي، وویل: “موږ په دې روزنیز ورکشاپ کې دا زده کړل چې څه ډول له روغتیایي مرکزونو څارنه وکړو او واقعي معلومات له عکسونو سره یو ځای د کوېډ اپلیکشن له لارې اپلوډ کړو.” نوموړې دا هم په ډاګه کړې، چې په دې پروګرام کې دوی ته دا ښودل شوي چې د روغتیایي مرکزونو د سروې کولو پرمهال څه ډول خپل ځانونه خوندي کړي او د خوندیتوب ټول اړین وسایل هم ورکړل شوي دي. نوموړې زیاته کړه: زه ډېر ویاړ کوم چې په دغو ورځو کې نور خلک په کرنتین کې دي او په کور ناست دي، او زه د خپلو خلکو او هېواد په تړاو سروې کوم او د هېوادوالو چوپړ ته مې ردانګلي. ”
رضاکارانو ته د حفظ الصحې کېټونه لکه ماسک، دستکش، سنیټایزر او خوندي کووونکي لباسونه ورکړل شوي او د کارونې په برخه کې یې لارښوونې هم ورته شوي دي. پردې سربېره، ځيرک تلیفونونه چې په انټرنېتي کڅوړو هم سنبال دي ورکړل شوي او د لېږد رالېږد اسانتیاوې هم ورته برابرې شوي دي.