د روڼتیا څار بنسټ له کرونا سره د مبارزې په موخه د ټولنیز څار پروګرام غځوي

د ۲۰۲۰ مېلادي کال د مارچ په وروستیو کې د روڼتیا څار بنسټ پرېکړه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د ټولنیز څار شته پروګرام وغځوي څو د کرونا ناروغانو ته د روغتیایي اسانتیاوو برابرولو روغتیایي مرکزونو په ګډون شاوخوا اویا نور روغتیایي مرکزونه هم تر پوښښ لاندې راولي. د ټولنې له لوري د روغتیایي مرکزونو څار یو نوی نوملړ هم وړاندې کړی دی، چې په روغتیایي مرکزونو کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د خوندیتوب معیارونه هم په ځان کې رانغاړي.
دا چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له کبله په هېواد کې ښوونځي هم تړل شوي دي. د روڼتیا څار بنسټ په هرات، بلخ، کاپیسا، ننګرهار او پلازمېنه کابل کې له هغو څارونکو سره مشوره وکړه، چې پر شاوخوا ۱۶۰ ښوونځیو څارنه کوي، څو پر خپلو ولایتونو کې د ښوونځیو پرځای پر روغتیایي مرکزونو څارنه وکړي. د دوی له لوري ځواب خورا مثبت وو او د روڼتیا څار بنسټ د پروګرام اړوند کارکوونکو ۷۰ نور اضافي روغتیایي مرکزونه په نښه کړل او نویو رضاکارانو ته یې پر روغتیایي مرکزونو د څارنې په برخه کې روزنه هم ورکړه.
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د ټولنیز څار پروګرام مسوول ښاغلي اجمل خالقي وویل، چې: ” دغه خوځښت له پروګرامي او مالي ننګونو سره هم مخ دی. ” ښاغلي خالقي زیاته کړه، چې: ” دوی اړتیا لري څو رضاکاره څارونکو ته ماسکونه او دستکش ورکړي چې پر کرونا ناروغۍ د څارونکو له نه اخته کېدو ډاډ ترلاسه شي دغه راز د کرنتین پرمهال د ټرانسپورټي اسانتیاوو برابرول هم ستونزمن دي. که څه هم پر عامه خدمتونو د ټولنیز څار یوې لسیزې په ترڅ کې موږ په خپل پروګرام کې یو څه انعطاف رامنځ ته کړی، بیا هم له خپلو رضاکارانو او تمویلوونکو مننه کوو، چې د اضافي روغتیایي مرکزونو تر پوښښ لاندې راوستو برخه کې یې له موږ سره د منابعو د بیا ځانګړې کولو په برخه کې مرسته کړې ده. ”
د روغتیایي مرکزونو ټولنیز څار پروګرام د همغږۍ مسوول ښاغلي علي احمد مشعل افرزو وویل، چې: ” موږ د کوېډ – ۱۹ په برخه کې یو نوملړ چمتو کړی دی. ” نوموړي زیاته کړه، چې: ” په دې نوملړ کې په روغتیایي مرکزونو کې د سنیټایزرونو، ماسکونو، دستکشو شتون دغه راز د ټولنیز واټن رعایتولو معیارونو ته پاملرنه هم شامل دي. ” د نوموړي د خبرو له مخې دغه معیارونه یاد پروګرام ته ورزیات شوي څو ډاډ ترلاسه شي چې رضاکاران، هغه ناروغان چې کرونا نه لري او د روغتیایي مرکزونو کارکوونکي په کرونا وایروس نه ککړیږي.
پردې سربېره، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ د څېړنې برخې د منابعو پر انسجام کار پیل کړی څو د هغو روغتیایي مرکزونو د چمتووالي په برخه کې یوه ارزونه وکړي، چې د کرونا ناروغۍ تخصصي درملنه کوي. د روڼتیا څار بنسټ د څېړنو مسوول ښاغلي عزت الله ادیب د وینا له مخې، له یاد کار موخه دا ده، څو د شواهدو پر بنسټ د حکومت د وړتیاوو او کمزوریو ارزونه ترسره کړي او د دې ارزونې په ترڅ کې دې پایلې ته رسېدای شو، چې پر وخت او غوره پرېکړې ترسره شي.
د روڼتیا څار بنسټ له لوري پر روغتیایي مرکزونو د ټولنیز څار پروګرام د ۲۰۱۸ مېلادي کال په وروستیو کې پیل شو او تر دې مهاله په پلازمېنه کابل، کاپیسا، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې ۷۰ روغتیایي مرکزونه تر پوښښ لاندې راولي. د کرونا ناروغۍ د خپرېدو پرمهال دغه شمېر دوه برابره شو. هغه رضاکاران چې د ځایي ټولنو له لوري ټاکل شوي او د روڼتیا څار بنسټ له لوري روزنه ورکړل شوي د روغتیایي مرکزونو پر چارو او خدمتونو څارنه کوي. هغه مشکل چې په یادو مرکزونو کې په نښه کېږي، لومړی یې په تړاو د اړوند روغتیایي مرکز رئیس او د ځایي ټولنې مشر ته خبر ورکول کېږي، چې په پایله کې یې زیاتره ستونزې په همدې کچه هواریږي. هغه ستونزې چې د روغتیایي مرکز په کچه د هواري وړ نه وي، په اړه یې د میاشتنۍ لیدنې پرمهال د اړوند برخې څارونکي ډلې ته خبر ورکول کېږي. د راټولو شویو معلوماتو له مخې د دغو موضوعاتو له ډلې شاوخوا ۷۲٪ یې اوسمهال هوار شوي دي.