د بلخ ولایت روڼتیا څار شبکې له ځایي روغتیایي چارواکو سره ناسته وکړه څو له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ګډو هڅو په تړاو همغږي رامنځ ته کړي

د روڼتیا څار بنسټ د بلخ ولایتي شبکې د عامې روغتیا له ولایتي رئیس سره ناسته وکړه څو له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له حکومت سره د مدني ټولنو بنسټونو د هڅو پر همغږۍ لارو چارو او مېکانېزمونو بحث وکړي.د مدني ټولنې بنسټونو یادې ډلې حکومت ته د بودجې پر لګښت د څارنې وړاندیز وکړ او اړوند چارواکو هم له دې نوښت هرکلی وکړ.
په بلخ ولایت کې د روڼتیا څار بنسټ ولایتي شبکې مسوول ښاغلي عزیز مبارز وویل، چې: ” د کرونا په خپرېدو او له دې وبا سره د مبارزې په موخه د اړینو اقداماتو ترسره کولو لپاره د حکومت له لوري د بېړنۍ بودجې ځانګړې کولو په برخه کې یادې ډلې خپلې منابع منسجمې کړي او لومړیتوبونه یې ټاکلي څو معلوماتو ته د لاسرسي او ټولنیز تفتیش ترسره کولو له لارې د بودجې پر لګښت څارنه وکړي.”
د بلخ ولایت عامې روغتیا رئیس ښاغلي خلیل الله حکمت د یادې ډلې له دې نوښت چې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې پر ځانګړې شوې بودجه څارنه وکړي، هرکلی وکړ، څو پر کرونا له اخته ناروغانو سره مرسته وشي او یادې ډلې ته خبر ورکړل شي چې حکومت د کرونا وایروس په مخنیوي کې ګڼ شمېر اقدامات ترسره کړي دي، څو د کرونا ناروغان تداوي کړي. نوموړي وویل، چې: مرکزي حکومت ورته ۱۶ میلیونه افغانۍ ځانګړي کړي چې له کرونا وایروس سره په بلخ ولایت کې پرې مبارزه وکړي، مګر تراوسه پروسس شوي نه دي او د عامې روغتیا ریاست ته نه دي رالېږل شوي. ښاغلي حکمت زیاته کړه، چې له کرونا سره د مبارزې ګډه کمېټه چې د عامې روغتیا ریاست، ښاروالۍ، ولایت مقام دفتر او نور استازي په کې شامل دي، جوړه شوې ده. نوموړي وویل چې د لوښو، طلاء، ودانیزو چارو او غیر خوراکي موادو په څېر له بیروبار ډک ځایونه د اپرېل له دویمې نېټې وروسته تړل کېږي. نوموړي دغه راز وویل، چې یو شمېر سوداګرو ورسره ژمنه کړي، چې د ۱۵ ورځني کرنتین پرمهال به له ۵۰۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
د روڼتیا څار بنسټ ولایتي شبکه به له حکومت څخه معلوماتو ته د لاسرسي قانون له مخې د اړینو معلوماتو غوښتنه وخت پر وخت کوي. پردې سربېره، به یاده شبکه یو نوملړ چمتو کړي او د بودجې تر رارسېدو پورې به د هغې پر لګولو هم خپله څارنه پیل کړي.
د روڼتیا څار بنسټ ولایتي شبکه د ګڼ شمېر مدني بنسټونو له فعالانو جوړه شوې ده، او د خلکو په وړاندې د حکومت ځواب ویلو او روڼتیا رامنځ ته کولو لپاره یو چوکاټ دی. یاده ډله په ۲۰۱۵ کال کې د روڼتیا څار بنسټ له لوري رامنځ ته شوه او تر دې مهاله یې معلوماتو ته پر لاسرسي، ټولنیز مسوولیت او د فساد له قربانیانو سره د مرستې په برخو کې کار کړی دی.